افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په افغانستان کې د ناروې د سفارت له شارژدافیر پاول سره په لیدنه کې وویل چې اسلامي امارت د نړۍ له هیوادونو سره دوه اړخیزې اړیکې پراخول غواړي.
په دې کتنه کې ښاغلي خیرخواه خبرې اترې او تفاهم د ستونزو د حل یوازینۍ اساسي لاره وبلله.
د ناروې سفارت سرپرست د افغانستان په اړه د دوحې د دریمې ناستې په اړه معلومات ورکړل او دغه ناسته یې د افغانستان لپاره مهمه وبلله.