کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست:

خبرې اترې د ستونزو د حل یوازینۍ اساسي لاره ده

7 سرطان 1403 ساعت 11:03

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په افغانستان کې د ناروې د سفارت له سرپرست سره په کتنه کې خبرې اترې او همغږي د ستونزو د حل یوازینۍ اساسي لاره وبلله.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په افغانستان کې د ناروې د سفارت له شارژدافیر پاول سره په لیدنه کې وویل چې اسلامي امارت د نړۍ له هیوادونو سره دوه اړخیزې اړیکې پراخول غواړي.

په دې کتنه کې ښاغلي خیرخواه خبرې اترې او تفاهم د ستونزو د حل یوازینۍ اساسي لاره وبلله.

د ناروې سفارت سرپرست د افغانستان په اړه د دوحې د دریمې ناستې په اړه معلومات ورکړل او دغه ناسته یې د افغانستان لپاره مهمه وبلله.


د مطلب کود: 292560

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292560/خبرې-اترې-د-ستونزو-حل-یوازینۍ-اساسي-لاره-ده

آوا
  https://www.avapress.com