افغان غږ خبری آژانس - کابل: د احصایې او اطلاعاتو وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې موخه دغه ریاست د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ښار ته د الکترونیکي تذکرو د وېش لپاره یو ټیم استولی چې خپل فعالیت به پیل کړي.
د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې عمومي رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار وویل، زموږ هڅه دا ده، چې په هېواد کې دننه او بهر ټول هېوادوال په اسانۍ سره برېښنايي تذکرې ترلاسه او له ګټو برخمن شي.
د ملي تلويزيون د خبر له مخې، ښاغلي زيار د دغه مرکز فعالول يو مهم ګام وباله او زياته يې کړه، چې دغه خدمات بايد پراخ شي.