دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 292795
په بامیان کې قومي جګړې یو تن وژلی او شپږ نور یې ټپیان کړي دي
د بامیان ولایت په حیدرآباد کلي کې د دواړو لورو تر منځ پخوانۍ جګړه د ۶ تنو د ټپي کیدو او یو بل د وژل کیدو سبب شوي. د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت په مرکز حیدرآباد کلي کې د یکشنبې په شپه د دوو قومونو ترمنځ د جګړې په پایله کې ۱ تن وژل شوی او ۶ تنه ټپیان شوي دي. 

د باميان سيمه ييز چارواکي وايي، کله چې د دغو دوو قومونو ترمنځ د جګړې خبر واورېد، نو د دې ولايت والي مولوي عبدالله سرحدي د پېښې ځاى ته ورغى او ټپيان يې د درملنې په موخه د باميان ولايتي روغتون ته ولېږدول.

په همدې حال کې دغه قومي جګړه د باميانو ولايت د والي په مستقيم منځګړتوب پاى ته رسېدلې او د دغو دوو قومونو ترمنځ د زياتو احتمالي مرګ ژوبلې مخه نيول شوې ده.

دغه راز د ځايي چارواکو په وينا، د دې پېښې په تړاو دوه تنه نيول شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د دې جګړې ټول ټپيان د مردان له قوم څخه دي، چې دا مهال د باميان په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
https://avapress.com/vdcjh8e8iuqehaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته