کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان کې قومي جګړې یو تن وژلی او شپږ نور یې ټپیان کړي دي

11 سرطان 1403 ساعت 11:35

د بامیان ولایت په حیدرآباد کلي کې د دواړو لورو تر منځ پخوانۍ جګړه د ۶ تنو د ټپي کیدو او یو بل د وژل کیدو سبب شوي. د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت په مرکز حیدرآباد کلي کې د یکشنبې په شپه د دوو قومونو ترمنځ د جګړې په پایله کې ۱ تن وژل شوی او ۶ تنه ټپیان شوي دي. 

د باميان سيمه ييز چارواکي وايي، کله چې د دغو دوو قومونو ترمنځ د جګړې خبر واورېد، نو د دې ولايت والي مولوي عبدالله سرحدي د پېښې ځاى ته ورغى او ټپيان يې د درملنې په موخه د باميان ولايتي روغتون ته ولېږدول.

په همدې حال کې دغه قومي جګړه د باميانو ولايت د والي په مستقيم منځګړتوب پاى ته رسېدلې او د دغو دوو قومونو ترمنځ د زياتو احتمالي مرګ ژوبلې مخه نيول شوې ده.

دغه راز د ځايي چارواکو په وينا، د دې پېښې په تړاو دوه تنه نيول شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د دې جګړې ټول ټپيان د مردان له قوم څخه دي، چې دا مهال د باميان په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.


د مطلب کود: 292795

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292795/په-بامیان-کې-قومي-جګړې-یو-تن-وژلی-او-شپږ-نور-یې-ټپیان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com