په کابل کې د جاپان سفیر د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې وویل، هېواد یې هڅه کوي چې نړۍ له اسلامي امارت سره لا زیاتې اړیکې ته وهڅوي.
جاپان هېوادونه هڅوي چې له افغان حکومت سره لا زیاتې اړیکې ولري
11 سرطان 1403 ساعت 9:53
په کابل کې د جاپان سفیر د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې وویل، هېواد یې هڅه کوي چې نړۍ له اسلامي امارت سره لا زیاتې اړیکې ته وهڅوي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د دغه وزارت له سرپرست شیخ ندا محمد ندیم سره وکتل.
د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې نړۍ له اسلامي امارت سره لا زیاتې اړیکې ته وهڅوي.
کورمایا زیاته کړه، جاپان له افغانستان سره د واکسینو د وېش، له نشهيي موادو سره د مبارزې او د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستي په برخو کې چمتو يو.
له بلې خوا شیخ ندا محمد ندیم په دې غونډه کې وویل چې افغانستان له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او دا تعامل هغه وخت شونی دی چې د اسلامي امارت استازي په لویو نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې ګډون وکړي.
د مطلب کود: 292780