کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د جنوبی خراسان ولایت د ګمرکونو مشر:

د ماهیرود (ابونصر فراهي) له پولې افغانستان ته د مالونو لیږد اته چنده زیات شوی دی

11 سرطان 1403 ساعت 9:14

د ایران د اسلامي جمهوریت د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو مشر محمد کوهګرد د ماهیرود (ابونصر فراهي) د پولې له لارې افغانستان ته د مالونو د لیږد د زیاتوالي خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۲۳۶۲۳۵ ټنه مالونه افغانستان ته انتقال شوي.


آوا: د ایران د جنوبی خراسان ولایت د ګمرکونو رییس محمد کوهګرد ویلی، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۹۱۳۴ لارۍ ۲۳۶،۲۳۵ ټنه مالونه د ماهیرود له پولې څخه تیر شوی دی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د وزن له پلوه ۷۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ایرنا د خبر له مخې محمد کوهګرد زیاته کړه: دغه اندازه د ۳۵ میلیونو ۳۵ زره ۶۵۴ ډالرو په ارزښت مالونه انتقال شوی چې ۴۸۰ فیصده زیاتوالی ښیی. د هغه په ​​وينا، د موټرونو شمېر هم ٦٧٥ سلنه زيات شوى دى.

هغه زیاته کړه، په ترانزیتي توکو کې کیمیاوي سرې، د موټر پرزې او خوراکي توکي شامل دي چې د ماهیرود ګمرک له لارې له ترکیې، متحده عربي اماراتو، روسیې او اندونیزیا څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د ایران جنوبي خراسان ولایت له افغانستان سره شاوخوا ۳۳۱ کیلومتره ګډه پوله لري.

په فراه ولایت کې د ابو نصر فراهي پوله په هرات او نیمروز ولایتونو کې له اسلام قلعه او ملخان وروسته د ایران له اسلامي جمهوریت سره د هېواد په لویدیځ کې یو له مهمو سوداګریزو او ترانزیتي بندرونو څخه دی.


د مطلب کود: 292764

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292764/د-ماهیرود-ابونصر-فراهي-له-پولې-افغانستان-ته-مالونو-لیږد-اته-چنده-زیات-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com