افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ او ورسره پلاوي د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده سره وکتل.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د الوتنو پر زیاتوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتي اړیکو پر پراختیا او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې چين له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې نږدې او هراړخيزې همکارۍ لري.