کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترانسپورت سرپرست وزیر د چین له سفیر وکتل

7 سرطان 1403 ساعت 9:50

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره د افغانستان او چین ترمنځ د الوتنو د زیاتوالي او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ او ورسره پلاوي د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده سره وکتل.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د الوتنو پر زیاتوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتي اړیکو پر پراختیا او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې چين له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې نږدې او هراړخيزې همکارۍ لري.


د مطلب کود: 292551

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292551/د-ترانسپورت-سرپرست-وزیر-چین-له-سفیر-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com