دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 292805
په افغانستان کې د یونیسف روغتیايي خدمتونه پراخیږي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې مشرې د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې مشر تاج الدین اویلا د دغه وزارت له سرپرست مولوي نورجلال جلالي سره وکتل.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې غونډه کې د افغانستان د روغتیايي سیستم پر پرمختګ، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، د مور او ماشوم د روغتیا، د خوارځواکي ماشومانو د درملنې، د پولیو واکسین پر تطبیق، په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو خبرې وشوې.

په دې کتنه کې ښاغلي اویلا د روغتیا په برخه کې د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې دغه اداره به د عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ په افغانستان کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي او پراخ کړي.

د يادونې وړ ده، چې د نړيوالې ټولنې د مرستو د کمښت له امله د هېواد روغتيايي سيستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دى.
https://avapress.com/vdcbg5b5srhb9wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته