کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د یونیسف روغتیايي خدمتونه پراخیږي

11 سرطان 1403 ساعت 13:57

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې مشرې د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی دی.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې مشر تاج الدین اویلا د دغه وزارت له سرپرست مولوي نورجلال جلالي سره وکتل.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې غونډه کې د افغانستان د روغتیايي سیستم پر پرمختګ، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، د مور او ماشوم د روغتیا، د خوارځواکي ماشومانو د درملنې، د پولیو واکسین پر تطبیق، په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو خبرې وشوې.

په دې کتنه کې ښاغلي اویلا د روغتیا په برخه کې د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې دغه اداره به د عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ په افغانستان کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي او پراخ کړي.

د يادونې وړ ده، چې د نړيوالې ټولنې د مرستو د کمښت له امله د هېواد روغتيايي سيستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دى.


د مطلب کود: 292805

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292805/په-افغانستان-کې-د-یونیسف-روغتیايي-خدمتونه-پراخیږي

آوا
  https://www.avapress.com