دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 292818
په پکتیا کې د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو د جوړېدو چارې پیل شوې
د پوهنې وزارت وايي، په پکتیا کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق په همکارۍ د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو ښوونځیو د ودانیو په جوړیدو سره به د پکتیا په بېلابېلو سیمو کې زرګونه زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپېریال برابر شي.

دغه وزارت زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د پکتیا د پوهنې او اقتصاد ریاستونو په همکارۍ یو سل او شپږ میلیونه افغانۍ د دغو لسو ښوونځیو د ودانیو په جوړولو لګوي.

باید وویل شي، چې په هېواد کې ډېر ښوونځي نه دي ترمیم شوي او زده کوونکي په ازاده فضا کې تدریسېږي.
https://avapress.com/vdcfy0d0cw6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته