کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیا کې د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو د جوړېدو چارې پیل شوې

11 سرطان 1403 ساعت 15:20

د پوهنې وزارت وايي، په پکتیا کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق په همکارۍ د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو د جوړولو چارې پیل شوې دي.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو ښوونځیو د ودانیو په جوړیدو سره به د پکتیا په بېلابېلو سیمو کې زرګونه زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپېریال برابر شي.

دغه وزارت زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د پکتیا د پوهنې او اقتصاد ریاستونو په همکارۍ یو سل او شپږ میلیونه افغانۍ د دغو لسو ښوونځیو د ودانیو په جوړولو لګوي.

باید وویل شي، چې په هېواد کې ډېر ښوونځي نه دي ترمیم شوي او زده کوونکي په ازاده فضا کې تدریسېږي.


د مطلب کود: 292818

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292818/په-پکتیا-کې-د-۱۰۶-میلیونه-افغانیو-لګښت-۱۰-ښوونځیو-جوړېدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com