دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 292809
تېره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوې
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، په تیره یوه ورځ کې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه کډوال چې په ایران کې میشت وو، په خپله خوښه او جبري توګه هیواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر تیره ورځ (د سرطان ۱۰مه) په ایران کې د میشتو ۱۴۱۸ افغان کډوالو د راستنیدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له يو شمېر راستنېدونکو سره نغدي مرسته شوې او يو شمېر نور يې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندويه موسسو ته معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ له پاکستان او ایران څخه سلګونه نور کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي وو.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د راستنیدونکو هېوادوالو لپاره مالي مرستې، روغتیايي خدمات او مسلکي زده کړې ورکوي.
https://avapress.com/vdcfx0d01w6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته