کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوې

11 سرطان 1403 ساعت 14:02

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، په تیره یوه ورځ کې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه کډوال چې په ایران کې میشت وو، په خپله خوښه او جبري توګه هیواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر تیره ورځ (د سرطان ۱۰مه) په ایران کې د میشتو ۱۴۱۸ افغان کډوالو د راستنیدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له يو شمېر راستنېدونکو سره نغدي مرسته شوې او يو شمېر نور يې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندويه موسسو ته معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ له پاکستان او ایران څخه سلګونه نور کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي وو.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د راستنیدونکو هېوادوالو لپاره مالي مرستې، روغتیايي خدمات او مسلکي زده کړې ورکوي.


د مطلب کود: 292809

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292809/تېره-ورځ-شاوخوا-۱۵۰۰-کډوال-له-ایران-څخه-هېواد-ته-راستانه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com