کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو سرپرست وزیر:

د کانونو د کیندنې څخه موخه د هیواد اقتصادي وده او پر ځان بسیا کول دي

12 سرطان 1403 ساعت 9:31

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د تېلو د کورنیو شرکتونو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي چې د هېواد د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې په هدف د کانونو اکتشاف او استخراج اړینه ده.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره د افغانستان د کاني زیرمو په ځانګړي ډول د هیواد په کچه د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې. 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې غونډه کې وویل چې د هېواد د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې په هدف د کانونو استخراج د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

ښاغلي دلاور زیاته کړه، اسلامي امارت د ملي او بین المللي پانګوالو د هڅونې او جذب په برخه کې هر ډول قانوني همکارۍ او لازمې اسانتیاو ته چمتو دی.


د مطلب کود: 292844

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292844/د-کانونو-کیندنې-څخه-موخه-هیواد-اقتصادي-وده-او-پر-ځان-بسیا-کول-دي

آوا
  https://www.avapress.com