افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مطبوعاتي دفتر ازبکستان ته د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي د سفر د اسانتیا په موخه د همغږۍ غونډه جوړه کړې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه سفر کې به د بهرنیو چارو، مالیې، ټرانسپورټ، کرنې او مالدارۍ، کانونو او نفتو، د استخباراتو ریاست او د مرکزي بانک استازي ګډون ولري.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د همغږۍ په دې ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د ناستې، ویناوو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د دوه اړخیزو خبرو اترو او د افغانستان د خصوصي سکتور لپاره د سوداګریزو اسانتیاوو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د توليداتو نندارتون د هېواد د ۲۵۰ تنو صنعتکارانو او سوداګرو په ګډون (د سرطان په ۱۲مه) د ازبکستان په تاشکند ښار کې جوړېږي او د سوداګرۍ او صنايعو خونې غونډه او خصوصي دوه اړخيزې خبرې اترې کېږي. د هغې په څنګ کې به هم ترسره شي.