افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په اکس پاڼه کې د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي چې په دوحه کې د افغانستان، ازبکستان، پاکستان او قطر څلور اړخیزه غونډه ترسره شوه.
د ښاغلي مجاهد په وینا، په دې کتنه کې د افغان – ټرانس پروژې په اړه، چې د ازبکستان د اورګاډي کرښه د افغانستان له لارې پاکستان سره نښلوي، بحث وشو او ټولو خواوو د دې پروژې د ژر پیل او بشپړېدو غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د پلاوي مشر مولوي ذبيح الله مجاهد په دوحه کې د درېيمې ناستې لپاره د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو پر پراختيا خبرې کړې وې.