افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دوحې د دریمې ناستې په اړه د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي: د غونډې په دویمه ورځ د هېواد بانکي او اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو ژمنه وشوه.
د دوحې په دریمه ناسته کې د اسلامي امارت ویاند د هیوادونو دریځونه لکه؛ د روسیې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، امریکا او د اسلامي همکاریو سازمان د دغې غونډې په دوهمه غونډه کې ستاینه شوې ده.
د یادولو وړ ده چې نوموړي د دې غونډې د لومړي پړاو پایله له سرپرست حکومت سره د ډیرو هیوادونو د همکارۍ روحیه اعلان کړه او دا یې هم وویل چې ګډون کوونکي هیوادونه به د اسلامي امارت د وسله والو مخالفینو نظامي ملاتړ ونه کړي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د دوحې د غونډې د جوړیدو په اړه د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال سره وکتل او د افغانستان پر وضعیت یې خبرې وکړې.