دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 292578
په تېرو دوو ورځو کې څه باندې درې زره افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې په ایران کې مېشت څه باندې درې زره افغان کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو د پل له لارې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تیرو دوو ورځو کې د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۱۳۰ تنه ایراني کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي

د دې خبرپاڼې له مخې، د سرحدي ځواکونو قوماندان وویل چې د راستنیدونکې و مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته ور وپیژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

همدارنګه د دې خبرپاڼې په جزئیاتو کې راغلي چې له ۴۱ کورنیو سره د سرپرست حکومت د کړنلارې له مخې مرسته شوې، ۲۶ ټنه یتیم ماشومان د MPO موسسې ته ورپېژندل شوي او ۱۹۰ ټنه سیم کارتونه وېشل شوي دي.
https://avapress.com/vdciyrarvt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته