د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې په ایران کې مېشت څه باندې درې زره افغان کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو د پل له لارې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
په تېرو دوو ورځو کې څه باندې درې زره افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي
7 سرطان 1403 ساعت 13:29
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې په ایران کې مېشت څه باندې درې زره افغان کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو د پل له لارې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
آوا: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تیرو دوو ورځو کې د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۱۳۰ تنه ایراني کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي
د دې خبرپاڼې له مخې، د سرحدي ځواکونو قوماندان وویل چې د راستنیدونکې و مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته ور وپیژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
همدارنګه د دې خبرپاڼې په جزئیاتو کې راغلي چې له ۴۱ کورنیو سره د سرپرست حکومت د کړنلارې له مخې مرسته شوې، ۲۶ ټنه یتیم ماشومان د MPO موسسې ته ورپېژندل شوي او ۱۹۰ ټنه سیم کارتونه وېشل شوي دي.
د مطلب کود: 292578