افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دوحې په دریمه ناسته کې د اسلامي امارت ویاند او د مرکچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې د دوحې ناسته مثبته بللې او ویلي یې دي په دوحه کې د اسلامي امارت غوښتنې ومنل شوې.
مجاهد وايي، په دوحه کې په درېیمه ناسته کې مثبتې خبرې وشوې او ټول هېوادونه د افغانستان په ملاتړ ولاړ وو.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه: په دوحه کې په دریمه ناسته کې مو پر دوو مهمو ټکو خبرې وکړې، یو له خصوصي سکتور سره د مرستو برابرول او بل د نشه یي توکو د کرکیلې په برخه کې له بزګرانو سره همکاري.
باید وویل شي، چې د دوحې درېیمه ناسته پرون پای ته ورسېده، چې په دې غونډه کې د څه باندې ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.