کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دوحې په دریمه ناسته کې د اسلامي امارت د غوښتنو منل

12 سرطان 1403 ساعت 11:14

د اسلامي امارت عمومي وياند او د دوحې د درېيمې ناستې لپاره د افغان پلاوي مشر په دغه ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو د استازو له خوا د افغانستان د غوښتنو د منلو اعلان وکړ او ويې ويل چې د دوحې درېيمه ناسته مثبته وه.


آوا - کابل: د دوحې په دریمه ناسته کې د اسلامي امارت ویاند او د مرکچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې د دوحې ناسته مثبته بللې او ویلي یې دي په دوحه کې د اسلامي امارت غوښتنې ومنل شوې.

مجاهد وايي، په دوحه کې په درېیمه ناسته کې مثبتې خبرې وشوې او ټول هېوادونه د افغانستان په ملاتړ ولاړ وو.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه: په دوحه کې په دریمه ناسته کې مو پر دوو مهمو ټکو خبرې وکړې، یو له خصوصي سکتور سره د مرستو برابرول او بل د نشه یي توکو د کرکیلې په برخه کې له بزګرانو سره همکاري.

باید وویل شي، چې د دوحې درېیمه ناسته پرون پای ته ورسېده، چې په دې غونډه کې د څه باندې ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.


د مطلب کود: 292862

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292862/د-دوحې-په-دریمه-ناسته-کې-اسلامي-امارت-غوښتنو-منل

آوا
  https://www.avapress.com