دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 292885
د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره په رغنده او دوامداره تعامل ټینګار کوي
د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي د دوحې په دریمه ناسته کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره د اسلامي امارت له حکومت سره رغنده او دوامداره تعامل ته اړتیا ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی همکاریو سازمان عمومی منشی طارق علی بخیت وایی، دغه سازمان له اسلامی امارت سره د ښځو د زده کړې او کار او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه رغنده خبرو ته دوام ورکوی. 

د اسلامي همکاريو سازمان له خوا په اکس پاڼه کې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ښاغلي بخیت په خپله وينا کې د افغانستان او خلکو له ګڼو ننګونو سره د مقابلې لپاره د يوې همغږې ستراتيژۍ پر اړتيا ټينګار وکړ.

هغه وویل، دې هدف ته رسیدل د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره د دوامداره او رغنده خبرو اترو له لارې ممکن دي.

باید وویل شي، چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوې وه.
https://avapress.com/vdcjo8e8iuqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته