کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره په رغنده او دوامداره تعامل ټینګار کوي

12 سرطان 1403 ساعت 14:44

د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي د دوحې په دریمه ناسته کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره د اسلامي امارت له حکومت سره رغنده او دوامداره تعامل ته اړتیا ده.


آوا - کابل: د اسلامی همکاریو سازمان عمومی منشی طارق علی بخیت وایی، دغه سازمان له اسلامی امارت سره د ښځو د زده کړې او کار او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه رغنده خبرو ته دوام ورکوی. 

د اسلامي همکاريو سازمان له خوا په اکس پاڼه کې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ښاغلي بخیت په خپله وينا کې د افغانستان او خلکو له ګڼو ننګونو سره د مقابلې لپاره د يوې همغږې ستراتيژۍ پر اړتيا ټينګار وکړ.

هغه وویل، دې هدف ته رسیدل د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره د دوامداره او رغنده خبرو اترو له لارې ممکن دي.

باید وویل شي، چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوې وه.


د مطلب کود: 292885

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292885/د-اسلامي-همکاریو-سازمان-له-امارت-سره-په-رغنده-او-دوامداره-تعامل-ټینګار-کوي

آوا
  https://www.avapress.com