دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 292876
مجاهد د ایران او پاکستان له خاصو استازیو سره د اړیکو د پیاوړتیا په هدف خبرې وکړې
د اسلامي امارت ویاند او په دوحه کې د افغانستان استازی ذبیح الله مجاهد وايي، په دوحه کې یې د دغو هېوادونو له استازو سره د ایران او پاکستان د اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند نن (سه شنبه د سرطان ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دوحه کې یې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل.

مجاهد وايي، په دې کتنه کې د ایران او افغانستان د اړیکو پر پیاوړتیا او لا پراختیا خبرې وشوې او د سیمه ییزو اړیکو او همکاریو پر عمومي اهمیت ټینګار وشو.

له بلې خوا د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې چې په دوحه کې یې د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره وکتل.

مجاهد ویلي: "موږ د دوی (د پاکستان استازي) له مېلمه پالنې مننه کوو او هیله لرو چې د دواړو هېوادونو ښې او رغنده اړیکې به رامنځته شي."

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې د دوحې په دریمه ناسته کې د ګډون په موخه د شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی و. 
https://avapress.com/vdcja8e8muqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته