کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجاهد د ایران او پاکستان له خاصو استازیو سره د اړیکو د پیاوړتیا په هدف خبرې وکړې

12 سرطان 1403 ساعت 13:43

د اسلامي امارت ویاند او په دوحه کې د افغانستان استازی ذبیح الله مجاهد وايي، په دوحه کې یې د دغو هېوادونو له استازو سره د ایران او پاکستان د اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا په اړه خبرې کړې دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند نن (سه شنبه د سرطان ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دوحه کې یې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل.

مجاهد وايي، په دې کتنه کې د ایران او افغانستان د اړیکو پر پیاوړتیا او لا پراختیا خبرې وشوې او د سیمه ییزو اړیکو او همکاریو پر عمومي اهمیت ټینګار وشو.

له بلې خوا د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې چې په دوحه کې یې د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره وکتل.

مجاهد ویلي: "موږ د دوی (د پاکستان استازي) له مېلمه پالنې مننه کوو او هیله لرو چې د دواړو هېوادونو ښې او رغنده اړیکې به رامنځته شي."

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې د دوحې په دریمه ناسته کې د ګډون په موخه د شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی و. 


د مطلب کود: 292876

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292876/مجاهد-د-ایران-او-پاکستان-له-خاصو-استازیو-سره-اړیکو-پیاوړتیا-په-هدف-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com