افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت روغتیايي ډله چې غزني ښار ته تللې، د دغه ولایت په روغتون کې د سترګو د ناروغانو درملنه پیل کړې ده.
دغه روغتیايي ډله به د لسو ورځو په موده کې د ناروغانو وړیا درملنه وکړي.
د غزني د عامې روغتيا رييس ډاکټر جارك پتورمل وايي، چې د دوى د وړانديز پر بنسټ د عامې روغتيا وزارت د سترګو د ناروغانو د درملنې په موخه د سترګو لس ډاکټران غزني ته لېږلي دي.
هغه وويل: "د دې روغتيايي ډلې موخه د سترګو جراحي ده، چې شاوخوا ٤٠٠ جراحۍ په کې ترسره کېږي او په تېرو دوو ورځو کې له ١٢٠ زياتو جراحي ترسره شوي او د سلګونو نورو په وړيا توګه درملنه شوې ده."
په ورته وخت کې په غزني کې د سترګو ناروغانو د عامې روغتیا ریاست له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړې او د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا له وزارت څخه یې غوښتي چې د دغه ولایت په نورو روغتیايي څانګو کې د وړیا درملنې اسانتیاوې برابرې کړي.