کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست د سوداګرۍ د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه ازبکستان ته ځي

12 سرطان 1403 ساعت 9:08

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د سوداګرۍ د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ځي.


آوا - کابل: د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مطبوعاتي دفتر ازبکستان ته د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي د سفر د اسانتیا په موخه د همغږۍ غونډه جوړه کړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه سفر کې به د بهرنیو چارو، مالیې، ټرانسپورټ، کرنې او مالدارۍ، کانونو او نفتو، د استخباراتو ریاست او د مرکزي بانک استازي ګډون ولري.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د همغږۍ په دې ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د ناستې، ویناوو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د دوه اړخیزو خبرو اترو او د افغانستان د خصوصي سکتور لپاره د سوداګریزو اسانتیاوو په اړه بحث او خبرې وشوې. 

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د توليداتو نندارتون د هېواد د ۲۵۰ تنو صنعتکارانو او سوداګرو په ګډون (د سرطان په ۱۲مه) د ازبکستان په تاشکند ښار کې جوړېږي او د سوداګرۍ او صنايعو خونې غونډه او خصوصي دوه اړخيزې خبرې اترې کېږي. د هغې په څنګ کې به هم ترسره شي.


د مطلب کود: 292832

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292832/د-سوداګرۍ-او-صنایعو-وزارت-سرپرست-اسانتیاوو-رامنځته-کولو-په-موخه-ازبکستان-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com