د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۴ کورنیو او نړیوالو موسسو سره په بېلابېلو برخو کې د ۲۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ ۸ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
د کار وزارت او بېلابېلو بنسټونو ترمنځ د ۲۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ ۸ تړونونه لاسلیک شول
12 سرطان 1403 ساعت 10:23
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۴ کورنیو او نړیوالو موسسو سره په بېلابېلو برخو کې د ۲۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ ۸ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو تړونونو په لاسلیک سره به نږدې دوه زره پنځه سوه ځوانانو ته حرفوي زده کړې ورکړل شي، د دې پر بنسټ له څلور زره شپږ سوه ماشومانو او اړمنو کورنیو سره مرسته کېږي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ياده طرحه به په کابل او اوو نورو ولايتونو کې پلې شي.
په ورته وخت کې د ځوانانو لپاره د کار نشتوالی په اوسني وضعیت کې یو له مهمو ستونزو څخه ګڼل کیږي.
د مطلب کود: 292851