کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸ زرو تنو ته ورسید

12 سرطان 1403 ساعت 9:19

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۷۹۰۰ او د ټپیانو شمېر ۸۷۶۰ ته رسېدلی دی.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ: صهیونیسټي غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دوه جنایتونه ترسره کړي چې په پایله کې یې ۲۳ تنه شهیدان او ۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې شمېر په شمول د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې د الاقصی طوفان له پیلېدو راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمېر ۳۷۹۰۰ تنو او د زخمیانو شمېر ۸۷۶۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

بايد يادونه وشي چې په سلو کې اويا شهيدان او ټپيان ښځې او ماشومان دي.


د مطلب کود: 292838

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292838/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۳۸-زرو-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com