افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، د سرطان ۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ټاکل شوې دغه نندارتون د (۱۴۰۳ کال د سرطان له ۲۰مې څخه تر ۲۲مې) پوري د پنجشیر ولایت په مرکز کې د دغه وزارت او نورو اړوندو بنسټونو او خصوصي سکتور په همکارۍ به جوړ شي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د دغه نندارتون موخه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو پراختیا، د پنجشیر ولایت د لاسي صنایعو او کلتور نندارې ته وړاندې کول، د مالدارۍ فارمونو او کرنیزو محصولاتو پراختیا، د پنجشیر ولایت د عنعنوي درملو د طبي بوټو نندارې او د خلکو هڅول دي.
د یادولو وړ ده چې په تیرو څو کلونو کې د اسلامي امارت لخوا د بیلا بیلو نندارتونونو په جوړیدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او صنعتکاران د خپلو تولیداتو د معرفي کولو لپاره د نندارتونونو جوړول مهم ګڼي.