کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نږدې راتلونکي کې د پنجشیر د زمردو د صادراتو د پراختیا لومړنی نندارتون جوړیږي

3 سرطان 1403 ساعت 10:45

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به د پنجشیر ولایت د زمردو د صادراتو لومړنی نندارتون د پانګونې د جلبولو په موخه د دغه ولایت په مرکز کې جوړ شي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، د سرطان ۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ټاکل شوې دغه نندارتون د (۱۴۰۳ کال د سرطان له ۲۰مې څخه تر ۲۲مې) پوري د پنجشیر ولایت په مرکز کې د دغه وزارت او نورو اړوندو بنسټونو او خصوصي سکتور په همکارۍ به جوړ شي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د دغه نندارتون موخه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو پراختیا، د پنجشیر ولایت د لاسي صنایعو او کلتور نندارې ته وړاندې کول، د مالدارۍ فارمونو او کرنیزو محصولاتو پراختیا، د پنجشیر ولایت د عنعنوي درملو د طبي بوټو نندارې او د خلکو هڅول دي.

د یادولو وړ ده چې په تیرو څو کلونو کې د اسلامي امارت لخوا د بیلا بیلو نندارتونونو په جوړیدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او صنعتکاران د خپلو تولیداتو د معرفي کولو لپاره د نندارتونونو جوړول مهم ګڼي.


د مطلب کود: 292328

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292328/په-نږدې-راتلونکي-کې-د-پنجشیر-زمردو-صادراتو-پراختیا-لومړنی-نندارتون-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com