افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت یو شمیر کروندګرو رسنیو ته ویلی چې د سږ کال اورښتونو او په دغه ولایت کې د اوبو د کچې د لوړیدو له امله د هندواڼو حاصلات زیات شوی دی.
ویل شوي، چې دغه بزګران د خپلو حاصلاتو له ډېروالي خوښ دي، خو له دولتي چارواکو غواړي، چې د دوی محصولاتو ته په هېواد کې دننه او بهر د بازار موندنې زمینه برابره کړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې دغو بزګرانو له دولت څخه د خپلو محصولاتو د ذخیره کولو لپاره د معیاري سړو خونو د جوړولو غوښتنه هم کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال په هېواد کې ډیر اورښتونه وشول، چې له امله يې په ګڼو سيمو کې سيلابونه راووتل.