کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د هندواڼو د حاصلاتو زیاتوالی

3 سرطان 1403 ساعت 8:41

رسنیو د هرات ولایت د کروندګرو په حواله خبر ورکړی، چې سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو حاصلات زیات شوي دي.


آوا - هرات: د هرات ولایت یو شمیر کروندګرو رسنیو ته ویلی چې د سږ کال اورښتونو او په دغه ولایت کې د اوبو د کچې د لوړیدو له امله د هندواڼو حاصلات زیات شوی دی.

ویل شوي، چې دغه بزګران د خپلو حاصلاتو له ډېروالي خوښ دي، خو له دولتي چارواکو غواړي، چې د دوی محصولاتو ته په هېواد کې دننه او بهر د بازار موندنې زمینه برابره کړي.

د باختر آژانس د خبر له مخې دغو بزګرانو له دولت څخه د خپلو محصولاتو د ذخیره کولو لپاره د معیاري سړو خونو د جوړولو غوښتنه هم کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې سږ کال په هېواد کې ډیر اورښتونه وشول، چې له امله يې په ګڼو سيمو کې سيلابونه راووتل.


د مطلب کود: 292303

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292303/په-هرات-کې-د-هندواڼو-حاصلاتو-زیاتوالی

آوا
  https://www.avapress.com