دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 292310
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اختر پر مهال په ترافیکي پېښو کې اته تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان دي
په هرات، غزني، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې روغتیايي سرچینې وايي چې په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله اته تنه مړه او ۳۱۲ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر فرهاد افضلي د سې شنبې په ورځ د سرطان په ۲مه وویل، چې په دغه ولایت کې د اختر په پنځو ورځو کې ترافيکي پېښو درې تنه مړه او ۲۳۱ نور ټپيان کړي.

افضلي زياته کړه، چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو د دغو پېښو ډېر قربانيان ځوانان دي.

بلخوا په غزني کې روغتيايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله دوه تنه مړه او ٨١ نور ټپيان شوي دي.

بل خوا، د جمعې په ماښام د نيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هرات - کندهار پر لويه لاره د يوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي دي.

خو نن سهار د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې د يوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله يو ځوان وژل شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې ډېرى دغه ترافيکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او په ځينو مواردو کې د سړک د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
https://avapress.com/vdccsiqix2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته