کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اختر پر مهال په ترافیکي پېښو کې اته تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان دي

3 سرطان 1403 ساعت 8:57

په هرات، غزني، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې روغتیايي سرچینې وايي چې په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله اته تنه مړه او ۳۱۲ نور ټپیان شوي دي.


آوا: د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر فرهاد افضلي د سې شنبې په ورځ د سرطان په ۲مه وویل، چې په دغه ولایت کې د اختر په پنځو ورځو کې ترافيکي پېښو درې تنه مړه او ۲۳۱ نور ټپيان کړي.

افضلي زياته کړه، چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو د دغو پېښو ډېر قربانيان ځوانان دي.

بلخوا په غزني کې روغتيايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله دوه تنه مړه او ٨١ نور ټپيان شوي دي.

بل خوا، د جمعې په ماښام د نيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هرات - کندهار پر لويه لاره د يوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي دي.

خو نن سهار د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې د يوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله يو ځوان وژل شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې ډېرى دغه ترافيکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او په ځينو مواردو کې د سړک د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.


د مطلب کود: 292310

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292310/د-هېواد-په-یو-شمېر-ولایتونو-کې-اختر-پر-مهال-ترافیکي-پېښو-اته-تنه-وژل-شوي-او-تر-۳۰۰-ډېر-ټپیان-دي

آوا
  https://www.avapress.com