افغان غږ خبری آژانس: نصرت حقپرست خپل سیال ته د لوبې په درېیم پړاو کې ماتې ورکړه. دا لوبه د شنبې په شپه د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه. په دې بریا سره افغان لوبغاړي په «UFC» سازمان کې د خپلو بریاوو شمېر ۱۷ ته لوړ کړ.