دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 292205
افغانستان ته د مجرم کډوالو د اخراج لپاره د آلمان له مختلفو هیوادونو سره د پټو خبرو اترو پیل
د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي دي چې دوی له اسلامي امارت سره له مستقیم تماس پرته افغانستان ته د «مجرم کډوالو» د اخراج په اړه له مختلفو هیوادونو سره پټې خبرې اترې پیل کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د دویچه ویله د خبر له مخې، مېرمن فایزر پرون (چهارشنبه، د جوزا ۳۰مه) ځايي ورځپاڼې «نوین اوسنابروکر» ته وویل: «موږ له بېلابېلو هېوادونو سره پټې خبرې اترې لرو، څو د کډوالو د اخراج لپاره لارې چارې ولټوو. 

هغه زیاته کړه: "موږ په دې اړه سخت کار کوو ترڅو خطرناک اسلامپال او د تاوتریخوالي عاملین افغانستان ته واستوو."

د آلمان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې هدف یې د هغو مهاجرو له پاره دي چې جرمونه یې کړي وي، د سزا له پوره کیدو وروسته سمدستي له هیواده وویستل شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر دا نه دي ویلي چې له کومو هېوادونو سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کوي، خو تر دې مخکې د «شپیګل» مجلې راپور ورکړی و چې جرمني په پام کې لري چې د ازبکستان په څېر دریم هېواد له لارې افغان کډوال افغانستان ته واستوي.

له آلمان څخه د افغان مهاجرو د اخراج موضوع وروسته له هغه راپورته شوه چې یوه افغان مهاجر د منهایم په ښار کې پر یوه لاریون باندې په چاقو برید وکړ او د یوه پولیس افسر په ګډون یې شپږ تنه ټپیان کړل. 

یوه اونۍ وړاندې د جرمني رسنیو خبر ورکړ چې یوه افغان کډوال په یوه تېز چاقو سره یو هېوادوال وواژه او بیا یې په یوه کور کې د جرمني او سکاټلنډ ترمنځ د اروپايي جام د سیالیو په ننداره کوونکو برید وکړ او درې تنه یې ټپیان کړل. برید کوونکی وروسته د پولیسو لخوا ټپي شو او په روغتون کې مړ شو.

تر بریدونو وروسته جرمني چارواکو وویل چې دوی هڅه کوي له اسلامي امارت سره له مستقیمو اړیکو پرته افغانستان ته د مجرمینو د ایستلو لارې چارې ولټوي.

د آلمان یو شمیر سیاسي ګوندونو هم د هغو افغان مهاجرینو پر شړلو ټینګار کړی چې په جرمونو کې ښکیل دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو او یوه دریم هیواد ته د هغوی د سپارلو په اړه د آلماني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو، چې د دغه هیواد سرپرست د آلمان حکومت څخه غواړي چې دا مسله د نورمال قونسلي تعاملاتو په روښانتیا او د یو معقول میکانیزم په رڼا کې حل کړي او د دوه اړخیزه موافقتنامې پر بنسټ حل کړي.
https://avapress.com/vdcfx0d0tw6d10a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته