افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فرانسې خبري آژانس د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په چین کې د نیکاراګوان اوسنی سفیر به له بیجینګ څخه د افغانستان اړوندې چارې سمبالوي.
د نیکاراګوا د حکومت په اعلامیه کې د دغه هېواد د ولسمشر د مرستیال نیرازاریو موریلو له قوله ویل شوي: «موږ د افغانستان له اسلامي امارت، هغو خلکو او حکومت څخه مننه کوو، چې زموږ ملګري مایکل کمپبل ته یې ورکړي دي. "
د نیکاراګوا حکومت چې په مرکزي امریکا کې موقعیت لري، تر دې مخکې د افغانستان له حکومتونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه درلودلې.
په چین کې د نیکاراګوا سفیر مایکل کمپبل هم له دې مخکې په چین کې د اسلامي امارت له سفیر بلال کریمي سره په کتنه کې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د دغه هېواد د جمهور رئیس د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړی و.
د نیکاراګوا سفیر په بېلابېلو برخو کې د ښو اړیکو او همکاریو په رامنځته کولو د خپلې خوښې په څرګندولو سره وویل، د نیکاراګوا خلکو هم د افغانستان د خلکو په څېر له اشغالګرو سره له سختې مبارزې وروسته خپلواکي ترلاسه کړه چې د دواړو هېوادونو ګډ ټکی دی.