دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۶
د مطلب کود : 292301
له ایران او پاکستان څخه نږدې زر تنه کډوال هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۱۰۰۰ کډوالو په داوطلبانه او اجباري راستنېدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون (شنبه، د سرطان ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تیرو دوو ورځو کې نږدې ۸۵۰ افغان کډوال په خپله خوښه د ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو ورځو کې ۱۱۰ تنه له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت همداراز زیاته کړه چې د دغو راستنیدونکو یو شمیر یې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندویه موسسو ته معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ له ايران او پاکستان څخه سلګونه کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
https://avapress.com/vdccxiqis2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته