کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستان څخه نږدې زر تنه کډوال هېواد ته راستانه شول

3 سرطان 1403 ساعت 8:36

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۱۰۰۰ کډوالو په داوطلبانه او اجباري راستنېدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون (شنبه، د سرطان ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تیرو دوو ورځو کې نږدې ۸۵۰ افغان کډوال په خپله خوښه د ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو ورځو کې ۱۱۰ تنه له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت همداراز زیاته کړه چې د دغو راستنیدونکو یو شمیر یې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندویه موسسو ته معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ له ايران او پاکستان څخه سلګونه کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.


د مطلب کود: 292301

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292301/له-ایران-او-پاکستان-څخه-نږدې-زر-تنه-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com