افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به سبا پنجشنبه د جوزا په ۳۱ مه نېټه د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په اتم پړاو کې له هند سره مخامخ شي.
افغانستان په خپلو څلورو لوبو کې درې ګټلي او یوازې کوربه ویسټ انډیز ته یې ماتې ورکړې ده.
تر دې وړاندې هند هم درې ګروپي لوبې ګټلې وې، خو څلورمه لوبه یې د کاناډا پر وړاندې د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده.