افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کوچني اختر په مناسبت څه باندې ۲۰ زره کورنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړه.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د غوربندې، سالنګ او جبل السراج دره هغه سیمې دي چې د سیلانیانو ډېر پام یې ځان ته اړولی دی.
له بلې خوا د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې د لوی اختر په ورځو کې پنځوس زره کورنیو سیلانیانو د دغه ولایت له سیاحتي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس جینت ګل فدا وویل، تر اوسه شاوخوا پنځوس زره سیلانیان کونړ ته راغلي او د کنړ له دره، غرونو او آبشارونو یې خوند اخیستی دی.
په ورته وخت کې د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس نصرالله ملکزاده هم اعلان کړی چې د اختر په ورځو کې ۲۰ زره کورنیو سیلانیانو د پنجشیر ولایت له طبیعي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره د افغانستان لرې پرتو ولايتونو ته د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو تګ راتګ زيات شوى دى.