کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اختر په ورځو کې ۲۰ زره کورنیو سیلانیانو د پروان له طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړه

2 سرطان 1403 ساعت 13:19

د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د کوچني اختر په ورځو کې دغه ولايت ته د څه دپاسه ٢٠ زرو کورنيو سيلانيانو د سفر او د دغه ولايت له طبيعي او تاريخي ځايونو څخه د ليدنې خبر ورکوي.


آوا - کابل: د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کوچني اختر په مناسبت څه باندې ۲۰ زره کورنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړه.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د غوربندې، سالنګ او جبل السراج دره هغه سیمې دي چې د سیلانیانو ډېر پام یې ځان ته اړولی دی.

له بلې خوا د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې د لوی اختر په ورځو کې پنځوس زره کورنیو سیلانیانو د دغه ولایت له سیاحتي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس جینت ګل فدا وویل، تر اوسه شاوخوا پنځوس زره سیلانیان کونړ ته راغلي او د کنړ له دره، غرونو او آبشارونو یې خوند اخیستی دی.

په ورته وخت کې د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس نصرالله ملکزاده هم اعلان کړی چې د اختر په ورځو کې ۲۰ زره کورنیو سیلانیانو د پنجشیر ولایت له طبیعي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره د افغانستان لرې پرتو ولايتونو ته د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو تګ راتګ زيات شوى دى.


د مطلب کود: 292275

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292275/د-اختر-په-ورځو-کې-۲۰-زره-کورنیو-سیلانیانو-پروان-له-طبیعي-ځایونو-څخه-لیدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com