دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 292170
کابل یو بل سهار له زلزلې سره پیل کړ
څو شېبې وړاندې د ریښتر په کچه د ۴،۸ درجې یوې زلزلې د هېواد پلازمېنه کابل او د هېواد یو شمېر ختیځ او شمالي ولایتونه ولړزول. د دې زلزلې مرکز د لغمان ولایت مرکز مهترلام دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه سهار ۸:۴۷ دقیقې یوې نسبتاً زورورې زلزلې د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار، پلازمینه کابل او د هېواد یو شمېر ختیځ او شمالي ولایتونه ولړزول. .

د زلزلې د نړيوالې ادارې د اعلاميې له مخې، د دغې زلزلې مرکز د ځمکې له سطحې څخه د ٦٧ کيلومترو په ژوروالي کې د لغمان ولايت له مرکز مهترلام ښار څخه په ٢٤ کيلومترۍ کې شمال لور ته و.

دا زلزله په پاکستان، تاجکستان او ازبکستان کې هم احساس شوې ده.

د احتمالي زیانونو جزیات تر اوسه په لاس کې نشته.
https://avapress.com/vdcgux9xzak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته