کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل یو بل سهار له زلزلې سره پیل کړ

30 جوزا 1403 ساعت 10:16

څو شېبې وړاندې د ریښتر په کچه د ۴،۸ درجې یوې زلزلې د هېواد پلازمېنه کابل او د هېواد یو شمېر ختیځ او شمالي ولایتونه ولړزول. د دې زلزلې مرکز د لغمان ولایت مرکز مهترلام دی.


آوا - کابل: نن چهارشنبه سهار ۸:۴۷ دقیقې یوې نسبتاً زورورې زلزلې د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار، پلازمینه کابل او د هېواد یو شمېر ختیځ او شمالي ولایتونه ولړزول. .

د زلزلې د نړيوالې ادارې د اعلاميې له مخې، د دغې زلزلې مرکز د ځمکې له سطحې څخه د ٦٧ کيلومترو په ژوروالي کې د لغمان ولايت له مرکز مهترلام ښار څخه په ٢٤ کيلومترۍ کې شمال لور ته و.

دا زلزله په پاکستان، تاجکستان او ازبکستان کې هم احساس شوې ده.

د احتمالي زیانونو جزیات تر اوسه په لاس کې نشته.


د مطلب کود: 292170

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292170/کابل-یو-بل-سهار-له-زلزلې-سره-پیل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com