دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 292312
په کابل کې د څه دپاسه ٣۲۵ جريبه غصب شوې ځمکې د غصب څخه خلاص شوی
د مالیې وزارت چارواکي د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې د نساجۍ د یوې فابریکې مخې ته د ۳۲۵ جریبه غصب شوې ځمکې د بېرته نیولو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د مالیې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې د نساجۍ د یوې فابریکې مخې ته ۳۲۵ جریبه غصب شوې ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه شوي.

دغه وزارت زیاتوي، په پام کې ده چې په دې ځمکه کې د عامه ګټو پروژې پلې شي.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت په تیرو دریو کلونو کې زرګونه جریبه ځمکه د دولتي ملکیتونو په توګه په تثبیت کړي او له غاصبینو څخه بیرته اخیستې ده.
https://avapress.com/vdcezw8wwjh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته