افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، د سرطان ۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه وزارت د نیکاراګوا د حکومت له خوا د افغانستان لپاره د سفیر د ټاکل کېدو هرکلی وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت په بیجینګ کې د اسلامي امارت سفارت ته لارښوونه کړې چې په بیجینګ کې د نیکاراګوا له سفارت سره نږدې کاري اړیکې ولري.
د بهرنيو چارو وزارت له نيکاراګوا سره د ډيپلوماتيکو اړيکو ټينګېدل يو مثبت پرمختګ بولي او هيله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علاقې وړ دوه اړخيزې اړيکې لا پراخې شي.
تر دې مخکې د نیکاراګوا حکومت په چین کې د دغه هېواد اوسنی سفیر "مایکل کمپبل" په افغانستان کې د خپل سفیر په توګه معرفي کړی و.