کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د نیکاراګوا د سفیر د ټاکل کېدو هرکلی وکړ

3 سرطان 1403 ساعت 14:14

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا د حکومت له خوا د افغانستان لپاره د سفیر د ټاکل کېدو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علاقې وړ برخو کې دوه اړخیزې اړیکې لا پراخې شي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، د سرطان ۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه وزارت د نیکاراګوا د حکومت له خوا د افغانستان لپاره د سفیر د ټاکل کېدو هرکلی وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په بیجینګ کې د اسلامي امارت سفارت ته لارښوونه کړې چې په بیجینګ کې د نیکاراګوا له سفارت سره نږدې کاري اړیکې ولري.

د بهرنيو چارو وزارت له نيکاراګوا سره د ډيپلوماتيکو اړيکو ټينګېدل يو مثبت پرمختګ بولي او هيله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علاقې وړ دوه اړخيزې اړيکې لا پراخې شي.

تر دې مخکې د نیکاراګوا حکومت په چین کې د دغه هېواد اوسنی سفیر "مایکل کمپبل" په افغانستان کې د خپل سفیر په توګه معرفي کړی و.


د مطلب کود: 292345

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292345/د-بهرنیو-چارو-وزارت-په-افغانستان-کې-نیکاراګوا-سفیر-ټاکل-کېدو-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com